د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو ۱۷ ورځې وروسته د روغتیا د فدرالي وزیر عبدالقادر پټیل لخوا خپور شوی لومړنی طبي راپور بې بنسټه بللی شو.

0
174

باغی ټی وی رپورټ

ډاکټرانو په پريس کانفرنس کې د صحت د وزير په دعوو او د عمران خان د شريک شوي رپورټ په اړه پوښتنې راپورته کړې.

د جيو نيوز پروګرام نن شاهزيب خانزاده کښې د وړاندې شوي حقايقو ترمخه ډاکټران وائي چې د صحت وزير دعوه کړې شوي نور ټیسټ رپورټونه به په څو ورځو کښې راشي.

د ډاکټرانو په وینا، له ۱۷ ورځو وروسته، د روغتیا وزیر څنګه دا ادعا کولی شي چې د وروستي نظر لپاره نور راپورونه په تمه دي؟

ډاکټرانو د صحت د وزير هغه ادعا هم رد کړه چې د عمران خان دماغي حالت ښه نه دى، په داسې حال کې چې رپورټ کې واضحه شوې چې عمران خان د نيب په حراست کې د پلټنو لپاره په ذهني توګه ښه دى.

تيره ورځ د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټېل ​​ميډيا ته د پخواني وزيراعظم عمران خان ميډيکل رپورټ وړاندې کړے وو چې پکښې وئيلي شوي وو چې د پي ټي آئي چيئرمېن په رپورټونو کښې وئيلي دي چې هغه د شرابو او کوکاين استعمال کړي وو۔

په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال عبدالقادر پټیل وویل چې په جمهوري حکومت کې هر سند عامه سند دی.

ده ووئيل چې عمران خان د 5 نه تر 6 مياشتو پورې د پلستر په ځائې ګرځېدې خو په رپورټ كښې د كومې فريكچر ذکر نشته۔

هغه وويل چې د ادرار نمونې هم اخېستل شوي، په لومړني رپورټ کې د شرابو او کوکاين په ګډون زهري مواد په ډاګه شوي، د عمران په ذهني حالت د پوښتنې نښه ده، د هغه کړنې او حرکات د وړ سړي په څېر نه وو. یو سړی چې په ښه ذهني حالت کې وي دا ډول کړنې نشي کولی.

Leave a reply