د تحريک انصاف د 146 نورو غړو نومونه په اي سي ایل فهرست کې شامل کړل شوي دي.

0
189

باغی ټی وی رپورټ

دسرچينو ترمخه تيره ورځ دتحريک انصاف د 80ؤ مشرانو نومونه په غيرمستقيم فهرست کې اچول شوي وؤ اؤ نن د146ؤ نورو کسانو نومونه هم په ای سی ایل فهرست کې اچول شوي دي، چې له دې وروستو دا شميره 146ؤ ته رسيدلې ده. د الوتنې د ممنوعیت لیست 226 ته لوړ شوی.

سرچینه وايي، دغه نومونه د پولیسو، نېب او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له پوسټونو وروسته په لېست کې اچول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ټولو کسانو نوملړ په هوايي ډګرونو کې د امیګریشن چارواکو ته سپارل شوى دى.

Leave a reply