وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د هند هغه خوب چې د 1965ء په جګړه کې پوره نه شو، د مې په نهمه نيټه هم پوره شو.

باغی ټی وی رپورټ
تيره ورځ وزيراعظم شهباز شريف اسلام آباد کښې د عظمت شهيدانو کنونشن کښې ګډون اوکړو، دستوره کښې د شهيدانو وارثانو په لويه شميره کښې ګډون اوکړو۔
غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف په ډاگه کړې وه چې د مئ په نهمه نيټه د ريډ لائن څخه تيريدونکو شرپسندانو ته به معافي نۀ ورکول کيږي.
هغه وويل عمران نيازي خپلو کارکنانو ته د بدکارۍ روزنه ورکړې، د کرپشن په مقدمه کې د نيولو په مهال يې په کارکنانو د بريد کولو هدايات ورکړي، بريد کوونکي، منصوبه سازان او سهولتکاران به په هيڅ صورت معاف نۀ شي.
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د چا سفارش به نه مني او نه به غفلت کوي څوک چي جدي ګامونه پورته کړي د قانون مطابق به سزا ورکولے شي۔
د دې تر څنګ په مراسمو کې احساساتي او خونړۍ صحنې لیدل شوې. وزيراعظم شهباز شريف د شهيدانو د وارثانو څوکيو ته لاړو، حوصلې يې محسوسې کړې او حوصلې يې ورکړې.
شهباز شریف د شهیدانو د ویدیو په لیدو خفه شو.