د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، تر هغو به پر تحریک انصاف بندیز ونه لګوي، څو مو چې کره شواهد نه وي ترلاسه کړي.

0
107

باغی ټی وی رپورټ

د جيو نيوز پروګرام نن له شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې د دفاع وزير خواجه اصف وويل چې د مې د نهمې نېټې بريدونه په منظمه توګه پلان شوي وو، په ورته وخت کې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې پر پوځي تاسيساتو هم هدفي بريدونه وشول او له دې وړاندې هم ريهرسل شوي وو.

ده ووئيل تر څو چې مونږ ته ثبوتونه نه وي ترلاسه شوي نو مونږ به په تحريك انصاف بنديز نه لګوو، په پي ټي آئي د بنديز لګولو خبره شوې خو پرېكړه نه ده شوې۔

Leave a reply