انتوني ګوتریش  او امریکا کندهار کې پر مسجد برید غندلی دی 

0
182

انتوني ګوتریش  او امریکا کندهار کې پر مسجد برید غندلی دی 

ددۀ  په خبره دغه برید په کلکو ټکو غندي او ژر تر ژره یې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی او وایي افغانان حق لري چې په ازاده توګه عبادت وکړي او خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.

 

(2021 / 10  / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې پر عامو وګړو د عبادت پر وخت برید کول او ددوی وژل نه بښل کېدونکی بشر ضد جنایت دی چې باید په اړه یې پلټنې وشي.

ددۀ  په خبره دغه برید په کلکو ټکو غندي او ژر تر ژره یې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی او وایي افغانان حق لري چې په ازاده توګه عبادت وکړي او خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي دوی دا برید په کلکو ټکو غندي او تمه لري چې عاملین یې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي. د نړۍ ځینو نورو هېوادونو هم دغه برید غندلی دی او هغه یې بشر ضد جنایت بللی دی.

 

Leave a reply