د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند باندې د بندیز لګولو باندې غور کوي.
باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې ددفاع وزير خواجه اصف وويل دعمران خان هره تګلاره ناکامه ده، په پوځي تاسيساتو بريد دعمران خان وروستى تميز و، دنهمې مېاشتې پېښې ناڅاپه نه وې رامنځته شوې، دا پلان شوې وه چې دشرارتونو له لوري ترسره شي. په پيښو کي ښکيل برخي انګيزه درلوده.
خواجه اصف وويل په تحريک انصاف بندېز غور روان دى، عمران خان داسې خائنانه عزائم لري چې هندى وي او پاکستانى نه وي، په پي ټي ائي بنديز باندې غور کيږي، پي ټي ائي رياست ته چيلنج کړى، د رياست په بنياد يې بريد کړى دى. ، هغه څه جرم دی چې د می په 9 مه پیښیږي.
د دفاع وزير وويل که دپي ټي ائي دبنديز په اړه کومه فيصله وشوه نو هغه به پارليمنټ ته راجع کړل شي، دعمران خان په ټولو ګامونو هند کې جشن ولمانځل شو، عمران خان هغه څه کړي دي کوم چې هند دپاکستان سره نۀ شي کولى.
دوي اوويل چي مونږ عمران خان ته هيڅ نقصان نه دے رسولي ځکه چي ددوي دکړنو له وجي عمران خان ته نقصان رسيږي، عمران خان وايي د نهم مئي پيښي نه خبر نه وو که داسي وشي نو بيا به ردعمل وي، عمران خان هڅه مه کوه چې دومره بې ګناه واوسې، عمران خان داسې قمار لوبه وکړه چې له لاسه یې ورکړه اوس غواړي په عذرونو مذاکرات وکړي.