خدیجه شاه، چې د پخواني پوځ مشر جنرال اصف نواز جنجوعه لمسي ده، چې د مې د نهمې نېټې په پېښو کې مطلوبه ده، لا هم مفرور ده.

باغی ټی وی رپورټ
د جنګ او دی نیوز د راپور له مخې، د خدیجې شاه د میړه جهانزیب په خبر، پولیسو په ګلبرګ کې د جهانګیر ترین د لور مهر ترین په اپارتمان چاپه وهلې، خو خدیجه د پولیسو له رسېدو څو شېبې مخکې له هغه ځایه تښتېدلې وه.
خديجه شاه ته د مرستې رسولو لپاره د جهانګير ترين نزدې ملګرى او د وزيراعظم خاص مرستيال عون چوهدري، د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت حسين، د شهباز شريف زوړ ملګری او د خديجې خسر سرمد امين هم شامل وو د وزيراعظم شهبازشريف په شمول شخصيتونو سره تماس نيولے شوے خو هڅې ناکامې شوې۔
د خدیجه شاه لپاره د مرستې غوښتونکو کسانو ته ویل شوي چې د پاکستان پوځ د می د نهمې په پیښو کې د هر هغه چا لپاره د صفر زغم تګلاره غوره کړې ده.
خدیجه شاه یوه امریکايي تبعه ده او څو آډیو پیغامونه یې پرې کړي چې په کې یې ویلي چې بې ګناه ده.






