د مې په نهمه د پي ټي ائي د مشر عمران خان له نيول کېدو وروسته، د پي ټي ايي فعال جان محمد د بد چلند او د پاکستان د پوځ د يونيفورم د بې احترامۍ په جرم اعتراف وکړ.

0
219

باغی ټی وی رپورټ

د عمران خان تر نیول کېدو وروسته د احتجاج په نوم د جان محمد په نوم یو بدماش د کورک کمانډر هاوس برید وکړ چې په ترڅ کې یې د یونیفورم بې احترامي وشوه، چې ویډیو یې هم پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه.

له پېښې وروسته په ویډیو کې جان محمد ویلي، چې له سورې کرښې تېر شوی دی، ګوره دا یونیفورم مې له کوره راوړی دی.

خو اوس د پي ټي ائي هغه کارکونکي چې د قول اردو د يونيفورم په اغوستو په تېښته بوخت ؤ په خپل جرم يې اعتراف کړی دی .

د مهمند ضلعې سره تعلق لرونکي ملزم خپل بيان کښې اوويل چې زه د مهمند باجوړ په زمان پارک کښې په مختلفو کمپونو کښې اوسيدونکي وو، زمونږ کار د عمران خان د ګرفتارۍ نه بچ کول وو، په دې سيمو کښې ميشتو کيمپونو کښې د کارکنانو سره ليدنه کړې وه، پلان یې وکړ چې که دوی زه ونیولم، تاسو باید دا کار وکړئ.

جان محمد ادعا وکړه چې کله عمران خان ونیول شو، شیخ امتیاز ټولو کارکونکو ته د کینټ په لور د مارچ کولو غوښتنه وکړه، یاسمین راشد او اعجاز چوهدري له موږ وغوښتل چې د کور کمانډر کور ته لاړ شو، د کور کمانډر په کور کې د ورانکارۍ پرمهال ما یونیفورم وموندل. ، د هغې په اغوستلو ما یوه ویډیو جوړه کړه.

جان محمد زیاته کړه، ما د قول اردو کمیس اغوستی و او حسن نیازي یې پتلون په لاس کې نیولی و، یونیفورم مې وروسته سوځولی و، له هغه وروسته همدې ډلې د PSO پټرول پمپ او د اردو پلورنځي ته اور ورته کړ او لوټ مار یې ورته وکړ.

Leave a reply