اسلام آباد: د قانون وفاقي وزير نذير تارړ وئيلي دي چي د چيف جسټس په غوښتنه کميشن جوړول ضروري نه دي۔
اغی ټی وی رپورټ
اعظم نذیر تارړ په یو بیان کې ویلي چې ځینې غږونه د هغه د خپلوانو او ملګرو په شاوخوا کې ګرځي، نو د هغه لپاره د کمیسیون جوړولو غوښتنه د ګټو د ټکر په کټګورۍ کې راځي.
هغه وويل، که کمېسيون مناسب وګڼي، د نورو کارونو په اړه دې هم څېړنه وکړي، که د ټېلېفوني ټيپ کولو ادارو دا کار کړی وي، بايد مسوول يې هم وګڼل شي.
د قانون وزير وويل چې کميشن پخپله واضحه کړې ده چې دا د حقيقت معلومولو کميشن دى، که څوک په اړونده مسله کميشن ته څه ويل غواړي نو هغه دې راشي.
ياده دي وي چي د آډيو ليکس تحقيقاتو لپاره جوړ شوي عدالتي کميشن کاروائي شروع کړي ده په کومه کښي چي عمران خان د آډيو ليکس تحقيقاتو لپاره جوړ شوي عدالتي کميشن سپريم کورټ کښي چيلنج کړي دي۔