نامتو صنعتکار او تاجر ميا زاهد حسېن وئيلي دي چې د آئي اېم اېف د پروګرام نه بغير د ملک چلول ګران دي.
باغی ټی وی
د پاکستان بزنس مین اینډ انټلیکچولز فورم صدر میان زاهد حسېن په یو بیان کې ویلي چې د آی ایم ایف له پروګرام پرته به د ملک چلول ګران کار وي ځکه چې د آئي ایم ایف نه بغیر به د قرض واپس کول ګران کار وي.
ده ووئيل د كرنټ اکاؤنټ سرپلس ښه راغلاست دے خو جي ډي پي به تر ټولو ټيټه پاتې شي، د اقتصاد، كرنې او انرجي په شعبو كښې د اصلاحاتو له لارې د كال 20 اربه ډالره سپما كولې شي۔ ميا زاهد وويل چې د اى اېم اېف د پروګرام د ځنډېدو په صورت کې دې يو متبادل اقتصادي ماډل وړاندې شي او د سياسي نعرو پر ځاى دې د ځمکنيو حقيقتونو له مخې تګلاره جوړه شي.
هغه زیاته کړه چې د وارداتو محدودیت د ډیفالټ د مخنیوي لپاره یو لنډمهاله اقدام دی.