د تحریک انصاف د مشرې شیرین مزاري لور ایمان مزاري یو ځل بیا پر عمران خان نیوکې کړي دي

باغی ټی وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ څانګې نه بهر ميډيا سره خبرو کښې ايمان مزاري وويل زما مور په يوه هفته کښې درې ځله نيولې شوې ولې نن عدالت زما د مور د دويم ايم پي او حکم منسوخ کړے دے۔
ایمان مزاري وویل چې حکومت دې فکر وکړي چې په دې ډول کورونه وران نه کړي.
د تحريک انصاف په مشرې ايمان مزاري نيوکه وکړه چې د افسوس خبره ده چې عمران خان کارکنان او قيادت هير کړي دي.
تر دې وړاندې هم ایمان مزاري په یوه ټي وي پروګرام کې ویلي و چې دا د افسوس خبره ده چې عمران خان د خپلې مور له نیول کېدو پنځه یا شپږ ورځې وروسته یو بیان ورکړ او د هغې نوم یې واخیست.
ایمان مزاري وویل چې دا مهال خان صاحب یوازې د خپل ځان او خپلې مېرمنې پروا لري.
ياده دې وي چې شيرين مزاري د مې په ١٧مه د اسلام اباد هايي کورټ په حکم خوشې شوې وه، خو د پنجاب پوليسو هغه بيا ونيوله، چې وروسته د لاهور هايي کورټ راولپنډۍ څانګې نن د هغې د خوشې کېدو امر وکړ.






