د اکسائز اينډ ټيکسيشن محکمي د زمان پارک هاؤس لپاره د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان ته د لگژري ټيکس نوټس استولي دي

باغی ټی وی رپورټ

د پنجاب د ایکسائز ډیپارټمنټ ترمخه عمران خان ته د 14 لاکه 40 زره ټېکس ادا کولو نوټس ورکړی شوی او د ټېکس جمع کولو وروستۍ نېټه 12م مئي وه خو نن لپاره نوټس استولې شوې دې.

د اکمالاتو او مالیې وزارت وايي، په زمان پارک کې د عمران خان زوړ کور ړنګ شوی او د هغه او د هغه د څلورو خویندو په نوم یې نوی کور جوړ کړی دی.

د ایکسائز او ټېکسیشن محکمی وینا ده چی عمران خان نه تیره میاشت خپل ریکارډ طلب کړے شوی وو کوم چی هغه جمع کړے وو ولی د تخمین کولو نه پس ئي د 14 لاکه 40 زره روپو د لگژری ټیک چالان استولی وو ولی نن د لگژری ټیک جمع کولو اخیری نیټه ده .

د ایکسائز ډیپارټمنټ ترمخه عمران خان ته نوټس ترلاسه شوی دی چې هغه وړاندې هم باقاعده ټېکس جمع کړی دی، که ټېکس جمع نه شو نو د قانون لاندې به بل نوټس جاري کړی شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *