لاهور کښې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د شوې غونډې دننه کيسه مخې ته راغلې ده

باغي ټي وی رپورټ
د شورو په ورځ لاهور کښې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د ملک کښې د امن او امان صورتحال په اړه غونډه وشوه۔
په غونډه كښې د څلورو واړو صوبو مهم سياسي شخصيتونو او وزيراعليانو ګډون وكړو٬ په غونډه كښې د ټولو صوبو نمائندګانو او وفاقي افسرانو هم ګډون وكړو۔
په غونډه كښې د پنجاب حكومت لخوا د مئي 9مې نېټې د نيولو او كارروائيو راپور وړاندې كړې شو۔
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې پر پوځي تاسیساتو د بریدونو دوسیې به د قانون له مخې په پوځي محکمو کې او پر ملکي ودانیو د بریدونو دوسیې به د ترهګرۍ ضد محکمې کې محاکمه کېږي.
وزيراعظم غونډې ته وويل چې په پوځي تاسيساتو دبريد کوونکو لپاره بايد نوې عدالتونه نۀ جوړيږي، په هيواد کې پخوا هم پوځي عدالتونه موجود دي کوم چې به دغه مقدمې اوري.
غونډه كښې وزيراعظم ته بريفنګ وركړې شو چې په كور كمانډر هاؤس بريد كوونكو 1800 مظاهره چيانو پېژندګلو كړې ده، 400 مظاهره كوونكي د كور كمانډر هاؤس دننه او 1400 بهر وو۔