د اسلام اباد هائي کورټ شپږ ججانو د سترې محکمې د مشر قاضي جسټس فائز عیسی سره ملاقات کړی دی

0
106

باغی ټی وی رپورټ

دسرچينو ترمخه داسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس جسټس عامر فاروق په لاهور کې په دغه غونډه کې گډون نۀ ؤ کړى.

سرچينې وائي چې دجسټس فيض عيسى سره داسلام اباد هائيکورټ د٦ ججانو ليدنه تر يو ساعت زيات دوام وکړو، په دغه ليدنه کې داسلام اباد هائيکورټ نوې ودانۍ ته دمنځګړيتوب په معاملو خبرې اترې وشوې.

د سرچينو له مخې دججانو ترمينځ ليدنه په خوشالۍ فضا کې ترسره شوه، جسټس فائز عيسى داسلام اباد هائيکورټ ججانو ته چاى اؤ کافي وڅښلې.

ياده دي وي چي د اسلام آباد هائي کورټ ججانو تر دي وړاندي هم د پاکستان چيف جسټس سره ليده کاته کړي دي۔

Leave a reply