وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې په پوځي تاسيساتو دبريدونو مقدمې به په پوځي محکمه کې دقانون مطابق چليږي

0
91

باغی ټی وی رپورټ

لاهور کښې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې په ملک کښې د امن او امان صورتحال په اړه غونډه وشوه۔

په غونډه كښې د څلورو واړو صوبو مهم سياسي شخصيتونو او وزيراعليانو ګډون وكړو٬ په غونډه كښې د ټولو صوبو نمائندګانو او وفاقي افسرانو هم ګډون وكړو۔

په غونډه كښې د پنجاب حكومت لخوا د مئي 9مې نېټې د نيولو او كارروائيو راپور وړاندې كړې شو۔

وزيراعظم شهباز شريف ته د وفاقي حکومت لخوا د پورته کړو ګامونو په اړه بريفنګ ورکړے شو او د ملک د سياسي صورتحال په اړه هم مشاورت وشو۔

غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهبازشريف وويل په ٩م مئ دعمران نيازي په امر دهغوي ډلو دترهه گرۍ مرتکب کړل، عمران نيازي هغه څه وکړل چې دښمن يې په ٧٥ کلونو کې نۀ شي کولى، په ٧٥ کالو کې به يې دکفارو دردونه ساتي.

وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په ملکي تاسيساتو په بريدونو کې دککړو کسانو مقدمې به دترهه گرۍ ضد عدالت کې چليږي اؤ په پوځي تاسيساتو دبريدونو مقدمې به دقانون مطابق په پوځي محکمه کې چليږي.

وزيراعظم ووئيل چې د مې د نهمې نېټې د پېښو منصوبه بندي كوونكي به هم د قانون له منګولو نه بچ كېدې شي، په پارولو، نعرې وهلو او ورانكارۍ كښې لاس لرونكي به نه بچ كولې شي۔

Leave a reply