د پاکستان کرنسۍ په وړاندې ډالر او ریال قوي کیدل، د پاکستان پرایویټ حج شرکتونو مالکان سختو مالي ستونزو سره مخ دي

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان کښې نن سبا د ګرانۍ څپو او په خاصه توګه د پاکستانۍ روپۍ د ډالر او سعودي ریال په مقابله کښې کمزوري کیدلو له وجهې د عام اولس ،سوداګرو په شان سږ کال د پرایویټ حج کمپنیو مالکان هم سختو مالي ستونزو سره مخ کړي دي.
د سرچینو مطابق په کال ۲۰۲۲ کښې یو ریال د ۵۰ پنځوسو روپیو برابر وو چې وس سږکل ۲۰۲۳ کښې د ۸۰ کلدارو برابر دې، ددې پاکستانۍ روپۍ په ارزښت کښې د کمي له وجهې پاکستان حاجیان مجبور دې چې تر ۱۲ لکه پاکستانۍ روپیو په بدل کښې حج وکړي.
د پاکستان حج ګروپ ارګنایزرز وایی چې سږ کال حج د پاکستاني کرنسۍ د کمزوري کیدلو له وجهې دوی مجبور دي چې سعودی عرب کښې په ګران قیمت د حاجیانو لپاره هوټلونه او د سفر کولو نور اخراجات برداشت کړي او هم دغه ی لامل دې چې دوی مجبور دې چې حج پیکج ګرانۍ کړي.
د پاکستان پرایویټ حج شرکتونو د سرچینو مطابق دا یو ناممکن او ګران کار دې چې د پاکستان حج کمپنۍ د خزانې وزارت د ډالر سپانسر شپ پروګرام ترلاندې په نورو ملکونو کښې میشت پاکستانیانو څخه د بانک په ذریعه ډالر ترلاسه کړي چې د پاکستان اقتصاد وده وکړي، دوی وایی چې دا یو ډیر ستونزمن کار دې او باید د پاکستان حکومت دې سپانسر شپ سکیم ته بیا کتنه وکړي ځکه د پاکستان پرایویټ حج شرکتونو د ډیرو کالونو راهسې په سعودي عربستان کښې پاکستاني حاجیانو ته دیر ښه سهولتونو ورکوي چې ددې ستاینه د سعودي عربستان حکومت هم کړې ده.
د رسنیو یو رپورټ مطابق د پاکستان حکومت اړوند چارواکو نه صرف د پاکستان پرایویټ حج ۵۰ سلنه کوټه د ډالر سیکم ترلاندې راوستلو شرط کیښود بلکه دا شرط ی ورته هم کیښودل چې که کومې کمپنۍ تر ۵۰ سلنه حاجیان د سپانسر شپ(ډالر سکیم) ترلاندې وا نه خستل نو دا کمپنیانې به تورلسټ کښې شاملې کړي.
د سرچینو مطابق ۵۰ سلنه کوټه حاجیان د ډالر سیکم ترلاندې اخستل یو ناممکن کار دې او پرایویټ حج کمپنیانې دې ته اړ شوي چې خپله کوټه واپس کړي، په داسې وخت کښې که د خزانې وزارت د ډالر سیکم دا پریکړه واپس وا نه خلی نو دې سره به د پاکستان پرایویټ حج شرکتونو د کروړونو روپو مالي زیان سره سره دا پرایویټ حج شرکتونو ډیفالټ هم شي.
…………….






