د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې د يو وګړي په حيث غواړم چې معلومه کړم چې په ځانمرګي بريد کښې څوک لاس لري

0
87

باغي ټی وی رپورټ

د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې د يو وګړي په حيث غواړم چې معلومه کړم چې په ځانمرګي بريد کښې څوک لاس لري، له حکومته غوښتنه کيږي چې پلټنې دې وکړي او حقايق دې د خلکو مخې ته وړاندې کړي.

په ژوب کې له ځانمرګي برید وروسته په کوټه کې د لومړي خبري کنفرانس پر مهال سراج الحق وویل چې ماته ویل شوي چې د بلیټ پروف موټر استعمال کړم، هغه حکومت چې تحفظ نه شي ورکولی باید له ایوانه ووځي.

سراج الحق وویل، حکومت د ځانمرګي برید په اړه د پلټنو په اړه معلومات نه دي ورکړي، موږ ته کوم امنیتي ګواښ نه دی راغلی، په ځانمرګي برید کې څوک لاس لري، د یوه هېوادوال په توګه زه غواړم پوه شم، له حکومته غوښتنه کېږي چې په دې اړه پلټنې وکړي او څرګند کړي. خلکو ته حقایق وړاندې کړل

ده ووئيل مونږ په هېواد كښې ورانكارۍ او اور اچولو غندنه كړې٬ اورلګېدنه سياست او ډيموكراسۍ ته زيان رسوي٬ امريكا د هېواد په كورنيو چارو كښې د مداخلت حق نه لري۔

هغه زياته کړه چې موږ هيڅکله د پوځي عدالتونو پلوي نه يو، سياسي معاملې بايد پوځي عدالتونو ته لاړې نه شي، د اساسي قانون له مخې جوړې شوې محکمې بايد د باور وړ وي.

Leave a reply