وزيراعظم شهباز شريف په ملک کښې د امن او امان صورتحال په اړه غونډه رابللې ده

باغی ټی وی رپورټ
د ملک د امن او امان په اړه غونډه به نن ماسپښين دوه بجې لاهور کښې کيږي چې پکښې به مهمې سياسي شخصيتونه او د څلور واړو صوبو وزيراعلې ګډون کوي، په غونډه کښې به د ټولو صوبو استازي او وفاقي افسران هم ګډون کوي .
غونډه كښې به د پنجاب حكومت د 9م مئي د نيول شويو كسانو او كارروائيو راپور وړاندې كوي۔
وزيراعظم شهباز شريف ته به د وفاقي حکومت د ګامونو په اړه بريفنګ ورکولې شي او د ملک په سياسي صورتحال به مشاورت هم کيږي۔






