د چین او مرکزي آسیا پنځو هیوادونو سرمشریزه غونډه کې افغانستان سره د ثبات او امنیت برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې شوي.

د چین او مرکزي آسیا پنځو هیوادونو سرمشریزه غونډه کې افغانستان سره د ثبات او امنیت برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې شوي.
مئي 20 شنبه 2023
د چین د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبریاڼه کې راغلي چې د چین په «شییان» ښار کې د چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان مشران سره را غونډ شوي وو.
پدې غونډه کې د چین او مرکزي آسیا هیوادونو ترمنځ د همکاریو او تجارتي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
اړوند موضوعات
چین: ما به تلاش های خود برای صلح و بازسازی با افغانستان ادامه خواهیم داد
د چین بهرنیو چارو وزارت پدې اړه یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي: دغو ۶ هیوادونو هوکړه کړې څو د ترهگرۍ او افراطیت له ټولو ډولونو او د نشه یي توکو قاچاق سره په کلکه مبارزه وکړي او د امنیت، ثبات او سولې لپاره افغانانو سره مرستې ته دوام ورکړي.






