د انفارمېشن ټيکنالوجۍ وفاقي وزير امين الحق په ملک کښې د انټرنيټ او سوشل ميډيا بندولو مخالفت کړے دے

0
219

باغی ټی وی رپورټ

اسلام آباد: د انفارمېشن ټيکنالوجۍ وفاقي وزير امين الحق په ملک کښې د انټرنيټ او سوشل ميډيا بندولو مخالفت کړے دے۔

خپل يو بيان كښې امين الحق ووئيل چې د سوشل ميډيا بلك آوټ يا د انټرنېټ بندول د ستونزو حل نه دے، وزيراعظم سره د انټرنېټ سروس بندولو په مسله خبرې شوي، د آئي ټي وزارت د هر هغه بندېز خلاف دے چې پرمختګ بندوي۔

ده ووئيل چې پي ټي اې د يو آزاد تنظيم په توګه كار كوي، د انټرنېټ سروس متاثره كېدو له وجې په اربونو روپۍ ضائع شوې، زه به پوره كوشش وكړم چې په نېږدې راتلونكې كښې د انټرنېټ سروس بند نه كړې شي خو په ځينو سيمو كښې دې انټرنېټ بند كړې شي۔

وفاقي وزير وويل وي پي اين د مسئلې حل نه دے، مونږ ته بايد پراخه سوچ ولرو، د سوشل ميډيا غلطه استفاده شوې، ويکيپيډيا د يوې نيمې مياشتې راهسې بنده وه، مونږ په فوري توګه ګامونه پورته کړي او بحال کړې دې۔

هغه زیاته کړه چې د انټرنېټ بندول باید نه وي، د معلوماتي ټکنالوجۍ صنعت ته د اسانتیا لپاره به هڅې وشي.

Leave a reply