د اسلام اباد هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشر عمران خان په عبوري ضمانت کښې په دوو مقدمو کښې د جون تر اتمې پورې غځولې ده

0
119

باغي ټي وی رپورټ

د اسلام آباد هائي کورټ کښې د عمران خان په دوه مقدمو کښې د عبوري ضمانت توسیع لپاره د درخواستونو اورېدنه وشوه۔

د عمران خان د وکيل لخوا نن د حاضرۍ نه د استثنیٰ غوښتنه کړې شوې وه چې عدالت منظور کړې وه.

د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس وويل عمران خان به په کومه ورځ په زياتو مقدمو کې حاضر شي؟ د همدې ورځې نیټه وساتئ.

عدالت د پوځي ادارو د افسرانو خلاف بيان بازۍ او د مسلم ليګ (ن) د مشر محسن رانجها د وژنې مقدمې کې هم د عبوري ضمانت موده وغځوله.

په دواړو مقدمو کې د عمران خان عبوري ضمانت د جون تر اتمې پورې وغځول شو.

Leave a reply