د پي ټي ائي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې په پوځي تاسيساتو د بريد غندنه يې پخوا هم کړې ده

0
113

باغی ټي وی رپورټ

اسلام اباد: د پي ټي ائي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې په پوځي تاسيساتو د بريد غندنه يې پخوا هم کړې ده .

اسلام آباد هائي کورټ کښې د پيشي په موقع خبريالانو فواد چوهدري نه سوالونه کړي وو په کوم کښې چې يو خبريال پوښتنه کړې وه چې رويه څنګه ده، کوم فشار راوړل کيږي؟ هغه په ​​ځواب کې وویل چې اجازه راکړئ چې ضمانت وشي، وروسته به خبرې وکړو.

فواد چوهدري وويل په پوځي تاسيساتو دبريد غندنه پخوا هم شوې ده، مونږ په جيل کې وؤ، بنديان شوي وؤ، نۀ پوهيږو چې بهر څه شوي دي.

د پي ټي ائي مشر وويل که په جيل کې کومه مهمه غونډه کېده نو ايا داسې به کېده؟ د نيولو پر مهال يې پرون له کورنۍ سره اړيکه ونيوله، دا قضيه ټوکه ده، له دې ځايه به خوشې کېږي او په يوه بله مقدمه کې به نيول کېږي، دا مهال ۸ زره کسان په جيلونو کې دي.

Leave a reply