د جنوبي وزیرستان له لارې افغان اولس ته مرستې ولیږل شوې

0
110

باغي ټي وي رپورټ
د جنوبي وزیرستان انګور اډه په پوله نن افغان چارواکو ته د پاک افغان د همکارۍ فورم له اړخه بشري مرستې ولیږل شوې، په دې بشري مرستو کښې ۱۱۴ ټنه خوراکي توکي شامل وو کوم چې نن د امارت اسلامی افغانستان د ګمرک مسوول ته حواله کړې شول.

د رارسیدلي خبر مطابق دا خوراکي توکي چې به ۷ اووه ټرکونو کښې بار وو نن د سروکي اسسټنټ کمشرن اعجاز اختر د افغانستان د ګمرک مسوول حاجي غلام نبي ته حواله کړو کوم چې به مستحو افغان کورنیو ته ورکړې شي.
په دې موقع د افغانستان اسلامی امارت مشر او نماینده حاجی غلام نبی د پاکستان اولس او په خاصه توګه د پاک افغان د همکارۍ ټولنې څخه مننه وکړه چې افغان اولس ته دا ۱۱۴ ټنه خوراکي توکي ډالۍ کړه.
په انګور اډه دا وخت د افغانستان د پکتیکا ګورنر مولوي حماس او د کډوالو د ریاست مسوول شیرزاد هم موجود وو. یاده دې وی چې نن په تورخم پوله هم د افغان اولس لپاره په ۱۶ ټرکونو کښې بار د خوراکي توکو امداد هم افغان چارواکو ته ورکړل شو، په دې موقع افغان چارواکو د پاکستان حکومت او د پاکستان اولس څخه مننه وکړه چې د افغان اولس ته ی دا بشري مرستۍ ډالۍ کړې.

Leave a reply