د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزې غونډه کې پر سیمه اییز اتصال، د سیمې پر امنیت او نړیوالو سره پر تعامل باندې ټینګار شوی.
د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزې غونډه کې پر سیمه اییز اتصال، د سیمې پر امنیت او نړیوالو سره پر تعامل باندې ټینګار شوی.
9 مئي سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په اسلام آباد کې د ترسره شوې درې اړخیزې (پاکستان، افغانستان او چین) ناستې یوه ګډه اعلامیه خپره کړای شوه، چې پکې د افغانستان سره د اقتصاد، امنیت، تجارت او سیاست برخو کې پر همکارۍ او همدا راز د افغانستان محوریت پر سیمه اییز اتصال بدلولو باندې ټینګار شوی.
اسلام آباد کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوک پنځمه ناسته چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د چین دولتي سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر چِن ګانګ او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ۲۰۲۳ کال د می په ۶ مه نېټه په اسلام اباد کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ پنځمه ناسته ترسره کړه.
د بهرنیو چارو وزیرانو په دې په ټینګار وکړ چې یو سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان د سیمې په مشترکه ګټه دی، د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره یې د درې اړخیزو همکاریو پر ډېر اهمیت ټینګار وکړ. درې واړه خواوو هوډ وکړ چې د متقابل درناوي، مساوي مشورو او متقابلو ګټو پر بنسټ په امنیتي، پراختیايي او سیاسي برخو کې خپلې همکارۍ لا ژورې او پراخې کړي.
درې واړو خواوو د هغو امنیتي ننګونو سره د مقابلې پر اړتیا تأکید وکړ چې د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي او د ټولې سیمې پر ثبات او اقتصادي هوساینې مستقیمه اغېزه کوي.
په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو د رامنځته کولو پر اړتیا باندې د ټینګار په ترڅ کې، ټولو لوریو د افغانستان د اقتصاد د بیا ژوندي کېدو د حقیقي لارو د لټولو پر اهمیت تأکید وکړ. په همدې موخه، ټولو وزیرانو موافقه وکړه چې د افغانستان د بیارغونې، صنعتي کولو او د کار پیدا کولو په هدف د درې اړخیزې پانګونې د امکاناتو د لټولو په برخه کې د لا زیاتو مرستو په اړه غور وکړي.
د افغانستان له خلکو سره د یووالي په څرګندولو سره، درې واړو خواوو د بشري عملیاتو لپاره د ملاتړ د تشو پوره کولو په شمول د افغانستان له خلکو سره د دوامداره او بیړنیو بشري مرستو پر اهمیت ټینګار وکړ. وزیرانو ټینګار وکړ چې د افغانستان له خلکو سره بشردوستانه ملاتړ باید له هر ډول سیاسي ملحوظاتو لرې پاتې شي.
اړوند موضوعات
د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې ناستې ګډه اعلامیه خپره شوه
همدا راز درې واړو لورو د سیمه ییز اتصال د مرکز په توګه د افغانستان له ظرفیت څخه په بشپړه توګه د ګټې اخیستنې په اړه خپل هوډ یو ځل بیا تکرار کړ. د یو کمربند او یوې لارې د نوښت (BRI) تر چتر لاندې د درې اړخیزو همکاریو د لا پراختیا او په ګډه د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز افغانستان ته د غځولو په اړه په خپلو ژمنو بیا تأکید وکړ. ټینګار یې وکړ چې د موجوده پروژو اهمیت لکه CASA-1000، TAPI، ټرانس-افغان ریل پټلۍ او نور به سیمه ییز اتصال پیاوړی کړي او د دې سیمې د وګړو اقتصادي وده او سوکالي به تضمین کړي.