د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) تر منځ د پور پروګرام لا هم ځنډول شوی چې له امله یې د بودیجې بهیر د اغېزمنېدو امکان دې

0
90

باغی ټی وی رپورټ

د ذرائعو ترمخه د آئي ايم ايف د بورډ اجلاسونو شيډيول جاري کړے شوے دے ولي د مئي تر 17مې نيټې پوري د آئي ايم ايف د غونډې په ايجنډا کښې د پاکستان مسله شامله نه ده۔

سرچینه وايي، که د کارکونکو په کچه هوکړه نه وي، له نړیوالو مالي بنسټونو به تمویل ونه شي او دا وېره هم شته چې که له IMF سره مسایل هوار نه شي، د بودیجې جوړولو بهیر به اغېزمن شي.

سرچينې زياته کړې، چې د IMF له خوا د دوستو هېوادونو د مرستې له ډاډ هم راضي نه و، چې وروسته پاکستان د يو ميليارد ډالرو د تمويل بل پروګرام ورکړ.

د مالیې وزارت سرچینې وايي، پاکستان له آی ایم ایف څخه د نهمې کتنې لپاره ډېر شرطونه پوره کړي دي.

د پاکستان او آی ایم ایف تر منځ د کارکونکو په کچه هوکړه د فبرورۍ په نهمه شوې وه، چې ځنډول شوې ده.

Leave a reply