د پخواني چیف جسټس ثاقب نثار د زوی نجم ثاقب د آډیو لیک په اړه تحقیقاتو لپاره د پخواني چیف جسټس او د هغه د زوی د احضارولو فیصله شوې ده

0
209

باغی ټی وی رپورټ

اسلام آباد: د پخواني چیف جسټس ثاقب نثار د زوی نجم ثاقب د آډیو لیک په اړه تحقیقاتو لپاره د پخواني چیف جسټس او د هغه د زوی د احضارولو فیصله شوې ده.

د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف لخوا جوړه شوې ځانګړې کمېټۍ به پخوانې چيف جسټس ثاقب نثار، د هغه زوی او د تحريک انصاف ټکټ اخستونکی کس هم رابللی شي.

د کمېټۍ لومړۍ غونډه به سبا کېږي او په دې لړ کې اسلم بهوتاني ويلي چې ثاقب نثار ته به د ځان د دفاع پوره موقع ورکول کېږي.

په خپله مرکه کې د خصوصي کميټۍ مشر او د بلوچستان اسمبلۍ غړي اسلم بوټاني وويل چې د کميټۍ لومړۍ غونډه به د مئ په نهمه نيټه په پارليمنټ هاؤس کې کيږي.

Leave a reply