اسلام آباد: سپريم کورټ به نن ماسپښين 12:30 بجې د سپريم کورټ پريکټس او پروسيجر ايکټ خلاف درخواستونو اوريدنه کوي
باغی ټی وی رپورټ
د چيف جسټس عمر عطابنديال په مشرۍ کې اته کسيزه بنچ د کېس اوريدنه کوي، جسټس اعجازالاحسن، جسټس منيب اختر، جسټس مظاهر نقوي، جسټس محمد علي مظهر، جسټس عائشه ملک، جسټس حسن اظهر رضوي او جسټس شاهد وحيد په بنچ کې شامل دي. .
وفاقي حکومت فل کورټ ته د مقدمې اورولو لپاره رسمي درخواست جمع کړے دے.په درخواست کښې وفاقي حکومت د سپريم کورټ په ټولو ججانو د مکمل اعتماد څرګندونه کړې ده۔
سپريم کورټ تيره اوريدنه کښي ټولو اړخونو ته ليکلي جوابونه جمع کولو هدايات کړي وو، عدالت اټارني جنرل نه د پارليمنټ او قائمه کميټو د کارروائيو ريکارډ هم غوښتي وو۔