جرمني د پاکستان څخه مننه کړې

باغي ټي وي رپورټ
په ټولنیز رسنې د ترکي اردو په نامه ټویټر پانړه باندې یو خبر خپور شوې چې وایی چې د افغانستان نه ۲۲۰ افغان کورنۍ د جرمنی هیواد ته ورسول شوې، د جرمني هیواد په پاکستان کښې سفیر د پاکستان حکومت او په کابل کښې د پاکستان سفارتي عملې ستاینه کړې او ددوی مننه کړې چې د افغانستان نه د انخلا کښې ی دوی سره همکاري کړې ده.
یاده دې وی چې د ۳۱ اګست کال ۲۰۲۱ د افغانستان نه د بهرنی ځواکونو د انخلا نه پس هم د پاکستان سفارتخانه په پایه تخت کابل کښې پرانستې ده، په زرګونو شمیر کښې بهرني ځواکونه او عام بهرني وګړي د پاکستان په لار خپلو هیوادونو ته ستانه شول.
د نړۍ هیوادونو او ملګري ملتونو هم د افغانستان نه د انخلا په اړو د پاکستان د سفارت او د پاکستان هیواد بشري مرستې په ښو ټکو کښې ستایلي دي.
مزید 220 افغان شہری کابل سے ایک خصوصی پرواز کے ذریعے جرمنی روانہ ہو گئے
پاکستان میں جرمن سفیر برن ہارڈ شیلغچیک نے افغانستان سے انخلا میں مدد فراہم کرنے پر پاکستانی حکومت اور حکام کا شکریہ ادا کیا#Afghan #Germany pic.twitter.com/naAJcMHjBr— ترکیہ اردو (@TurkiyeUrdu_) October 14, 2021





