د پاکستان سفیر او د افغان لوړو زده کړو وزیر مهمه لیدنه
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد د امارت اسلامی افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حقاني سره یوه مهم ملاقات کړې دې او افغان زده کوونکو په اړه او یو شمیر نورو ستونزو او مسلو ی ټینګار کړې دې.
په ملاقات کښې افغان زده کوونکو ته راپیښې یو شمیر ستونزو باندې خبرې شوي او د پاکستان حکومت څخه مننه شوې چې هرکال په زرګونو شمیر کښې افغان زده کوونکو له په پاکستان کښې د لوړو زده کړو لپاره د پاکستان په پوهنتونونو کښې داخله ورکوي.
د پاکستان سفیر منصور احمد او د افغانستان اسلامی امارت د لوړو زده کړو وزیر دا ملاقات په داسې وخت کښې شوې چې په کابل کښې د پاکستان سفارت هغه ۹۳۸ افغان زده کوونکو له اجازت ورکړې چې پاکستان ته داخل شي، کوم چې د پاکستان په پوهنتونونو کښې د علامه اقبال سکالرشپ لاندې داخله شوې ده .
د پاکستان وزارت داخله نه د ۹۳۸ افغان زده کوونکو لسټ خپور کړی او مختلف سرکاري ادارو سره ی شریک کړې چې دې افغان زده کوونکو له اجازت ورکړي چې په تورخم پوله پاکستان ته را داخل شی او خپلې زده کړې پیل کړي.
یاده دې وی چې ددې نه وړاندې هم د ۳۰۰ نه زیات افغان زده کوونکي د تورخم له لارې پاکستان ته داخل شوي او د پاکستان په بیله بیل ښارونو اسلام آباد، لاهور کښې خپلې لوړې زده کړې پیل کړي دي.
په پاکستان کښې دې افغان زده کوونکو د پاکستان حکومت او د لوړو زده کړو کمیشن مننه کړې چې دوی له ی په پاکستان کښې د لوړوزده کړو جاري ساتلو موقع په لاس ورکړې ده.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شيخ عبدالباقي حقاني په افغانستان کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره د لوړو زده کړو په برخه کې پر همکارۍ او دوه اړخیزو اړیکو تفصیلي خبرې وکړې. pic.twitter.com/CIKhrWFqdP
— BNA Pashto (@bnapashto) October 14, 2021