وزيراعظم شهباز شريف د برطانيې له پاچا چارلس سره وليدل په كوم كښې چې هغه پاچا چارلس ته د پاکستان راتلو بلنه هم ورکړه

0
117

باغی ټی وی رپورټ

د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ترمخه وزيراعظم شهباز شريف د برطانيې پاچا چارلس سره وليدل په کومه كښې چې هغه پاچا چارلس ته د پاكستان دوره كولو بلنه هم وركړې۔

د پاچاهۍ له مراسمو مخکې په یوه غونډه کې پاچا چارلس له لومړي وزیر سره په خبرو کې پاکستان ته د خپل پخواني سفر یادونه وکړه.
رپورټونو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د بادشاه چارلس تاجپوشي د يو نوي دور شروع ده، د مشترکه ملکونو ترمينځه هماهنګي زياتولو ضرورت ده تر څو د مشترکه پرمختګ خوب پوره شي۔

د دې نه علاوه وزيراعظم شهباز شريف د کامن ويلتھ مشرانو په غونډه كښې هم ګډون وكړو په كوم كښې چې هغه د برتانيې وزيراعظم رشي سونك سره هم ملاقات وكړو۔
د يادونې وړ ده، چې د بريتانيا پاچا چارلس به نن په رسمي ډول د پاچاهۍ پر غاړه واخلي.

وزيراعظم شهباز شريف هم په مېلمنو کښې شامل دی.

Leave a reply