له جدې څخه کراچۍ ته تلونکي د یوه خصوصي هوايي شرکت په دوو مسافرو کې د مونکي پوکس نښې لیدل شوي دي

0
97

باغی ټی وی رپورټ

د عامې روغتیا وزارت د سرچینو له قوله، د سکرینینګ پر مهال د ښځې مسافر او پلار کې یې د مونکي پوکس نښې لیدل شوې وې، چې دواړه شکمن مسافر قرنطین شوي دي.

سرچينې وائي په جناح ائيرپورټ کې دلومړني کارروايۍ وروستو دواړه مسافر جناح روغتون ته رسول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پلار او لور دواړه د مسفري تختې اوسېدونکي دي.

د یادولو وړ ده چې پرون یوه ځوانه نجلۍ او یو ځوان چې له سعودي عربستان څخه راغلی وو د مونی پوکس شکمن ناروغان اعلان شول.

د تفصیلاتو له مخې نهه کلنه راحیله منصور چې د جدې نه کراچۍ ته د فلیټ نمبر SV 700 په ذریعه راغلې وه د موني پوکس مشکوکه مریضه ګرځولې شوې او د عفان محمد په نوم یو شپاړس کلن هلک چې د کراچۍ نه کراچۍ ته راغلی وو. په همدې الوتنه کې هم د مونکي پوکس په ناروغۍ اخته شوی دی.

Leave a reply