د افغانستان په شمول زیات شمیر هیوادونو کې نن ماښام سپوږمۍ ترنځه ( تندر نیونه) رامنځته کیږي.
د افغانستان په شمول زیات شمیر هیوادونو کې نن ماښام سپوږمۍ ترنځه ( تندر نیونه) رامنځته کیږي.
5 مئي جمعه 2023
د رسنیو د مالوماتو له مخې د اټکل له مخې نن جمعه ماښام سپوږمۍ ترنځه ( تندر نیونه ) رامنځته کیږي، چې د ځمکې سایه به د سپوږمۍ پر سطحي برابره شي.
خبر زیاتوي چې یاده تندر نیونه به د شپې له 7:44 څخه به پیل شي او د شپې تر 12 بجو به دوام وکړي.
د پوښښ ډېره برخه به يې د شپې پر 9:52 دقیقې وي. دا ترنځه به 4 ساعته او 18 دقیقې وخت ونیسي، چې په زیات شمېر سیمو کي به د لیدلو وړ وي.
د یادونې وړ ده چې دا پورته وختونه او معلومات يې د افغانستان دي، په نورو هیوادونو کي يې وخت او د لیدلو اندازه تغیر لري.