وفاقي حکومت په ټول ملک کښې د يو وخت انتخاباتو کولو په اړه د پي ټي آئي سره د خبرو اترو رپورټ سپريم کورټ ته جمع کړې دې

0
145

باغی ټی وی رپورټ

په حکومتي رپورټ کې وئيل شوي چې دحکومتي اتحاد او پي ټي ائي ترمينځ خبرو اترو کې مهم پرمختگ شوى، حکومت اؤ پي ټي ائي په يو ورځ دآزادو، شفافو اؤ منصفانه انتخاباتو په ترسره کولو اتفاق کړى دى. په وفاقي او صوبايي حکومتونو کې د حکومت په جوړولو هم موافقه شوې ده، خو دا پرېکړه نه ده شوې چې د قامي، سند او بلوچستان اسمبلۍ به کله منحل کېږي.

د رپورټ ترمخه سياسي مشران به د قامي، بلوچستان او سندهـ اسمبلۍ د منحلولو د نېټې په اړه سلا مشورې کوي. راپور زیاتوي چې حکومتي ایتلاف د اساسي قانون له مودې مخکې د مجلسونو د لغوه کولو په برخه کې نرمښت ښودلی، حکومتي ایتلاف په دې باور دی چې د سیاسي مسلو حل یوازې د سیاسي خبرو له لارې ممکن دی، د خلکو د ګټو په خاطر حکومت چمتو دی. خبرې اترې

رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې حکومتي اتحاد د پي ټي آئي سره د خبرو اترو لپاره د اپرېل په 20مه نيټه د عدالت څخه مهلت اخستې وو، په حکومتي اتحاد کښې شامل صرف دوه ګوندونه پي ټي آئي سره د مذاکراتو لپاره راضي شوي وو، د (ن) ليګ او پيپلز پارټۍ مذاکراتي کميټۍ د پي ټي آئي سره مذاکرات کړي وو، د مذاکره کوونکو کمېټو تر منځ د خبرو ټول ټال ۵ پړاونه ترسره شول. په رپورټ کې ویل شوي چې نوموړي پي ټي ايي ته ویلي چې هیواد له ډیرو مهمو او حساسو حالاتو څخه تیریږي، نوموړي پي ټي ايي ته ویلي چې د راتلونکي بجټ نه وړاندې د IMF او دوستو هیوادونو سره تړونونه ضروري دي، پي ټي آئي د هیواد د اقتصادي ستونزو په جدي کیدو ټینګار وکړ. .

Leave a reply