نړیوال بانک د هیومن کیپیټل ریویو څیړنیز راپور خپور کړی دی

باغي ټي وی رپورټ
د نړيوال بانک د سرپرست ملک د وينا له مخې په پاکستان کې ٢٣ ميليونه ماشومان له سکولونو بهر دي او په پاکستان کې زيات شمېر ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي، په داسې حال کې چې په پاکستان کې زيات شمېر ښځې د کار زمينه نه لري.
په دې موقع د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال غونډې ته په خطاب كښې ووئيل د انساني وسائلو پرمختګ د هېوادونو په پرمختګ كښې مهم رول لوبوي، مونږ چې په 1999 كښې د انساني وسائلو لپاره كوم ګامونه پورته كړل هغه د مارشل لا په حكومت كښې ضائع شول۔
احسن اقبال دا هم وویل چې زمونږ حکومت په ۲۰۱۳م کې د بشري منابعو لپاره نوښتونه پیل کړل، زمونږ په وخت کې پرمختیايي بجټ ۱۰۰۰ اربه روپۍ وه، سږ مالي کال پرمختیايي بجټ ۷۲۷ اربه روپو ته راټيټ شو خو زمونږ انفراسټرکچر د غریبو هیوادونو په شان دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د سېلاب له امله پاکستان ته ۳۰ میلیارده ډالره زیان اوښتی، له سېلاب مخکې د IMF د پروګرام شرطونه ټاکل شوي وو، چې له سېلاب وروسته پاکستان نه شي کولای دغه ځینې شرطونه عملي کړي، چې د آی ایم ایف د پروګرام د نه شتون له امله بې باوري رامنځته شوې ده. زیاته کړه، د دې ترڅنګ په هېواد کې د انرژۍ د لګښت د کمولو او د بې وزلو خلکو د را ایستلو لپاره د اقداماتو اړتیا ده.





