د ایم کیو ایم پاکستان کنوینر خالد مقبول صدیقي ویلي دي چې تر راتلونکې مۍ پورې به مونږ هغه ایم کیو ایم پیدا کړو چې مونږ یې په لټه کې یو

0
185

باغي ټی وی رپورټ

په کراچۍ کې مزدورانو کنونشن ته په خطاب کې خالد مقبول صدیقي وویل پاکستان کې جاگیرداران د سوشلزم نعرې وهي، په ډیرو ګوندونو کې میشت کسان د بدلون نعرې وهي، څوک چې د خپلو جایدادونو تحفظ کوي هغه هیڅکله نظام نشي ساتلی.

هغه وويل تر راتلونکې مۍ پورې به مونږ هغه ايم کيو ايم پيدا کړو چې مونږ يې په لټه کې يو، تنظيم به زمونږ د ضرورت مطابق بدليږي او يا به د تنظيم د ضرورت په اساس بدلون کوؤ.

Leave a reply