د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې يو ځل په وزير آباد کښې او دويم ځل په جوډيشل کمپلکس کښې ی د قتل کوشش شوې دې

0
258

باغی ټی وی رپورټ

د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې يو ځل په وزير آباد کښې او دويم ځل په جوډيشل کمپلکس کښې ی د قتل کوشش شوې دې.

اسلام آباد هائي کورټ ته د تلو نه وړاندې عمران خان وئيلي وو چې عدالتونو ته درناوى لري او د پښې د پړسوب باوجود به حاضريږي، د هغو کسانو په شان نه چې د ججانو په ضد پروپيګنډې کوي که د هغوي فيصله نه وي شوې۔

هغه زياته کړه، چې درې ورځې وړاندې يې په لاهور هايي کورټ کې ويلي وو، چې زما د وژلو هڅه شوې، يو ځل په وزيراباد او دويم ځل د مارچ په اتلسمه په جوډيشل کمپلکس کې.

پخواني وزيراعظم وويل ټول پاکستانيان بايد دزيارت په ورځ ديو ساعت لپاره دچيف جسټس سره دپيوستون څرګندولو لپاره بهر راووځي، په دغه وخت کې مافيا دچیف جسټس تر شا ولاړه ده اؤ مافيا سپريم کورټ تقسيم کړى دى.

هغه وويل دپي ټي ايم خلک داساسي قانون څخه سرغړونه کوي، ټولټاکنې بايد په ٩٠ ورځو کې ترسره کيدې خو هغوي دانتخاباتو څخه تيښته کوي.

Leave a reply