د تیلو او ګیس ریګولیټري اتهارټي (اوګرا) د بجلۍ وروسته د ټوکر سکټور لپاره د ګیس رعایت پیکج ختم کړی دی

0
186

باغي ټی وی رپورټ

د اوګرا ذرائعو ترمخه وفاقي حکومت پينځه برآمداتي شعبو ته په ګيس 80 اربه روپۍ سبسډي ختمه کړې ده۔

دسرچينو ترمخه دټيکسټائيل، سپورټس، جراحۍ، چرمۍ او جوټ سکټورونو ته د آر ايل اين جي سپلائي په 9 ډالرو ختمه کړل شوې ده.

سرچينې وائي چې د اوگرا لخوا منظور کړل شوي نرخونه به په ټولو برآمداتي سکټورونو کې د 1م مئ څخه نافذ شي، برآمداتي شعبو ته به په RLNG باندې 4 ډالر في ايم ايم بيټي يو اضافي ادا کول وي، په داسې حال کې چې د صادراتي سکټور لپاره اوس د ګيس في يونټ 13 ډالر دي. وي

د زرائعو ترمخه سوئي ناردرن د مۍ له لومړۍ نيټې نه د سبسډي ګيس سپلائي ختمولو نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔د ګيس سبسډي ختميدو له وجې د ټيکسټائل يونيټس د بنديدو ويره ده۔

په دې اړه د سوئي ناردرن وياند وايي د ګيس د نرخ په اړه فيصله د اوګرا ده او په دې عمل شوې ده، دا مهال شپږ زره صنعتي ګيس کنکشنونه دي او برآمداتي يونټ ته به 50 فيصده ارزانه ګيس ورکولې شي۔

وياند ووئيل د ژمي موسم درې مياشتو نه به زيات بلونه اخستلې شي، نوے نوټيفيكشن سره به د آر ايل اين جي کنکشن هولډرز متاثره شي۔

Leave a reply