احتساب عدالت د شهباز شريف خلاف مني لانډرنګ ريفرنس کښې د تحقيقاتي افسر نه ضمني رپورټ غوښتې دې

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: احتساب عدالت د شهباز شريف خلاف مني لانډرنګ ريفرنس کښې د تحقيقاتي افسر نه ضمني رپورټ غوښتې دې۔
د لاهور په احتساب عدالت کې د وزيراعظم شهباز شريف او نورو په ضد د مني لانډرنګ ريفرنس اورېدنه وشوه چې پکې عدالت د نيب پلټونکي نه ضمني رپورټ طلب کړو.
د اورېدنې په مهال د شهباز شريف نمائنده انور حسېن عدالت ته حاضر شو او حاضري يې بشپړه کړه، په داسې حال کې چې حمزه شهباز د ملا د درد له وجې عدالت ته نه و حاضر شوی، په کومه چې عدالت د حمزه شهباز د يو ورځنې حاضري معافۍ درخواست منظور کړو.
وروستو عدالت دتحقيقاتي افسر درخواست منلى اؤ مقدمه يې تر 10م مئ پورې ځنډولې ده.






