د اسلام اباد هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان ته هدايات ورکړي چې د فوځي ادارو په اړه درج شوي مقدمه کښې دې نن عدالت ته حاضر شي
باغی ټی وی رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان ته هدايات ورکړي چې د فوځي ادارو په اړه درج شوي مقدمه کښې دې نن عدالت ته حاضر شي
د اسلام آباد هائي کورټ کښې د پوځي ادارو خلاف بيان باندې د عمران خان د ضمانت درخواست اورېدنه شوې۔
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د عمران خان په نه حاضريدو په غصه شو او پوښتنه يې وکړه چې درخواست کوونکي چرته دي؟
د عمران خان وکيل وويل، چې نه دى راغلى، د حاضرۍ د استثني غوښتنه يې کړې ده.
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس وويل د استثني غوښتنه چرته ده؟ عدالتونه ټوکې شوې دي.
چيف جسټس عامر فاروق وئيلي دي که عمران خان عدالتي وخت ختميدو وړاندې حاضر نۀ شو نو عبوري ضمانت به يې خارج کړل شي.
اسلام اباد هائي کورټ د عمران خان د ضمانت درخواست اورېدنه ځنډولې ده.