د اليکشن کميشن وياند د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري په چيف اليکشن کمشنر باندي لګول شوي تورونه دروغ بللي دي
باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د اليکشن کميشن وياند د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري په چيف اليکشن کمشنر باندي لګول شوي تورونه دروغ بللي دي۔
په دې اړه د ټاکنو کمېسیون ویاند وايي، د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو ګومارنه د قوانینو او مقرراتو له مخې ترسره شوې ده.
هغه وويل، کومو کسانو چې کمېسيون ته يې د بښنې مکتوب وړاندې کړى، بايد تر دروغو تورونو مخکې دې خپلې غېږې ته وګوري.
د ټاکنو کمېسیون ویاند زیاته کړه، چې د ټاکنو کمېسیون د دفترونو لپاره هېڅ شخصي ځمکه نه ده اخیستې او د ټاکنو کمېسیون به په دغه ډول تاکتیکونو تر هېڅ فشار لاندې نه راځي.