د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ترهګرۍ او نشه یي توکو د قاچاق په اړه اندېښمنه ​​ده

0
93

باغی ټی وی رپورټ

د افغانستان د حالاتو په اړه د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ غونډه په دوحه کې پای ته ورسېده.

په دې غونډه کې د افغانستان د موقت حکومت هیڅ استازی ګډون نه درلود، د پاکستان په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو خبرې نه دي شاملې، له طالبانو سره به په مناسب وخت کې غونډه وشي.

انتونیو ګوتریش وویل، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ترهګرۍ او نشه یي توکو د قاچاق په اړه اندېښمنه ​​ده، په ټولنیزو چارو کې د افغان مېرمنو د ونډې کمښت هم د اندېښنې لامل دی.

له بلې خوا د طالبانو حکومت د ښځو پر کار او زده کړو د بندیز د لیرې کولو غوښتنه رد کړې او دا یې د افغانستان داخلي ټولنیزه مسئله بللې ده.

Leave a reply