ملي دفاع وزارت مرستیال وایي: تعیناتو کې باید سمت پرستي او انډیوالي نه؛ بلکې اهلیت په نظر کې ونیول شي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال وایي: تعیناتو کې باید سمت پرستي او انډیوالي نه؛ بلکې اهلیت په نظر کې ونیول شي.
3 مئي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت لومړي مرستیال ملا فاضل “مظلوم” د پېژند ریاست په درې ورځني سیمینار کې چې د سیمیزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو د پیژند مدیرانو ته د فورم یک د تطبیق او د ظرفیت لوړولو په موخه پیل شوی وو ګډون وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي چې لومړي مرستیال ملا فاضل پخپلو خبرو کې مجاهدینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه چې په تعیناتو کې باید سمت پرستي او انډیوالي په نظر کي ونه نیول شي د یو شخص اهلیت په نظر کې ونیسئ، په کارونو کې اخلاص او صداقت وکړئ، د امارت ټولو اصولو ته ژمن اوسئ.
اړوند موضوعات
د ملي دفاع سرپرست وزیر د ازبکستان هیواد له خاص استازي او مل پلاوي سره کتلي.
همدا راز د یاد ریاست له لوري د اداري ډیټابیس د ایجادولو په هکله هم معلومات ورکړل شول چې په تیر یونیم کال کې جوړ شوی ده.





