کډوالو وزارت: بامیانو کې د مغاره نشینانو ۱۴۴ کورنیو لپاره په ۱۲ هتکاره ځمکه کورونه جوړیږي.

0
159

کډوالو وزارت: بامیانو کې د مغاره نشینانو ۱۴۴ کورنیو لپاره په ۱۲ هتکاره ځمکه کورونه جوړیږي.

2 مئي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په مالي ملاتړ د بامیانو ولایت د مغاره نشینانو لپاره کورونه جوړیږي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د یادو کورونو د بنسټ ډبره پرون د همدې ادارې مرستیالې، مل پلاوي او د بامیانو ولایتي چارواکو کېښوده.

 

په ورته وخت کې د بامیانو د والي ویاند عبدالصبور سیغاني وایي: دغه هستوګنیز ښارګوټی چې د جوړېدو چارې یې پرون پیل شوې د ۱۴۴ کورنیو لپاره په ۱۲ هکتاره ځمکه کې جوړیږي چې څه دپاسه ۴۰۰۰ امریکايي ډالره لګښت به پرې راشي.

 

بل لور ته د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي له UNHCR موسسې مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې: د اسلامي امارت مشرتابه د داخلي بېځایه شویو او بهر څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره د هستوګنو او ژوند برابرولو په برخه کې ګټور پلانونه لري.

اړوند موضوعات

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ حقوقي ملاتړ مرستیاله افغانستان ته د کډوالو په اړه خبرو لپاره راغلی.

 

د مراسمو په پای کې د UNHCR مرستیالې مېرمن ګیلیان تریګس ډاډ ورکړ چې افغانانو سره به یې مرستې دوام وکړي.

Leave a reply