قطر کې د افغانستان په اړه ملګرو ملتونو غونډه پای ته ورسېدله

قطر کې د افغانستان په اړه ملګرو ملتونو غونډه پای ته ورسېدله
نوموړي زياته کړې: «د افغانستان بشري ناورین اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو بد دی» چې په وینا یې، ۲۸ میلیون وګړي مرستو ته اړتیا لري.
ګوتېرېش همدا راز وويل، له اندېښنو سره سره د دوحې غونډې ګډونوالو غوښتنه کوله چې د افغانستان ثبات لپاره له دغه هېواد سره ښکېل پاتې شي.
(2023 / 5 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وايي، په دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته کې د سیمو له هېوادونو سره د ياد هيواد په اړه پر یوې «ګډې تګلارې» سلا شوي دي.
دغه ناسته چې په دوحه کې ترسره شوه او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټیریش يې مشري کوله او په کې د شاوخوا ۲۲ هېوادونو ځانګړو استازو او د دوو نړۍوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو.
د خپرو شوو راپورونو پر بنسټ، د یادې ناستې په دویمه او وروستۍ ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي يوخبري کنفرانس ته وویل، چې دغه غونډه په افغانستان کې «د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره نه وه جوړه شوې او هدف یې په افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د ګډې تګلارې موندل وو.»
که څه هم نوموړي د ګډې تګلارې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې په راتلونکي کې به ورته بله غونډه هم جوړه کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو د کار بندیز د منلو نه دی او ټینګار یې کړی چې په اړه به یې «خاموشه» پاتې نه شي.
هغه زياته کړې، په افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې روانې ساتي.
نوموړي زياته کړې: «د افغانستان بشري ناورین اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو بد دی» چې په وینا یې، ۲۸ میلیون وګړي مرستو ته اړتیا لري.
اړوند موضوعات:
هند: ما به نشست افغانستان که در دوحه برگزار می شود خوشبین هستیم
ګوتېرېش همدا راز وويل، له اندېښنو سره سره د دوحې غونډې ګډونوالو غوښتنه کوله چې د افغانستان ثبات لپاره له دغه هېواد سره ښکېل پاتې شي.






