د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي یي له خان سټېل کمپنۍ څخه لیدنه ترسره کړی.

0
151

د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي یي له خان سټېل کمپنۍ څخه لیدنه ترسره کړی.

 

2 مئي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او ورسره مل پلاوي د «خان سټېل» د اوسپنې ذوبولو کمپنۍ له مسؤلینو سره ولیدل او د دغې کمپنۍ تأسیسات او ماشینري چې کابل ښار کې موقعیت څخه لیدنه وکړه.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس شرافت د خان سټېل کمپنۍ له رئیس رحیم الله مایار سره په خبرو کې وویل: موږ ټینګه اراده لرو چې د اوسپنې پټلۍ پروژو په جوړولو کې تر ممکن حده له افغاني تولیداتو څخه استفاده وکړو، چې هم به ادارې ته ګټور وي، هم به له افغاني کمپنیو یو ډول وي.

 

د دغې لیدنې په بله برخه کې د ادارې عمومي رئیس د یادې کمپنۍ له بېلابېلو برخې لیدنه وکړه او د دوی ماشینري او تولیدي دوران یې له نږدې وکتلی.

 

ښاغلي شرافت د خان سټېل کمپنۍ له تأسیساتو، ماشینري او تولیدي دوران څخه د لیدنې پرمهال خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې خان سټېل ‏کمپنۍ په نړیوالو معیارونونو برابره، تولیدات یې ښه کیفیت لرونکي دي او تولیدي ظرفیت یې د قناعت وړ دی.

اړوند موضوعات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره میاشت کې څه باندې ۴۸۹ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

د خان سټېل کمپنۍ مشر ښاغلي مایار د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس او ورسره پلاوي له ورتګ او د دوی له تأسیساتو، ماشینري او تولیدي دوران څخه د لیدنې له امله خوښي وښوده او څرگنده یې کړه چې یاده کمپنۍ کولای شي تر ډیرې کچې د اوسپنې پټلۍ په پروژو کې کارېدونکي اوسپنیز صنایع تولید او له کیفیت څخه یې ضمانت وکړي.

Leave a reply