امریکا وايي، په پاکستان کې به د هر هغه حکومت ملاتړ کوي چې د خلکو د ارادې څرګندونه کوي

0
208

باغی ټی وی رپورټ

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویدانت پټېل ​​په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د نړیوالې مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا کمیسیون د امریکا یو خپلواک کمیسیون دی چې ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او کانګرس ته د پالیسۍ سپارښتنې وړاندې کوي.

ویاند وویل، په داسې حال کې چې د کمیسیون راپور د امریکا خلکو ته د مذهبي ازادۍ اهمیت په ډاګه کوي، سپارښتنې د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي اندیښنې هیوادونو لیست سره یو څه مطابقت لري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې حکومتونه یا نورې ادارې چې د راپور په اړه پوښتنې لري باید مستقیم کمیسیون سره اړیکه ونیسي.

هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې د هر هغه حکومت ملاتړ کوو چې د خلکو د ارادې انعکاس کوي، موږ به خامخا د پاکستان د داخلي یا کورني سیاست په اړه څه نه وایو.

د يادونې وړ ده چې د امريکا د نړيوالې مذهبي ازادۍ کمېشن په خپل کلني راپور کې په هند کې له مسلمانانو او عيسويانو سره ناوړه چلند ته اشاره کړې او دغه کمېسيون له تېرو څلورو کلونو راهيسې له بهرنيو چارو وزارت څخه د هند په تور لېست کې د شاملېدو غوښتنه کړې ده.

Leave a reply