پولیسو د شپې ناوخته په ګجرات کې د پنجاب د پخواني اعلی وزیر او د پاکستان تحریک انصاف د مشر چوهدري پرویز الهي پر کور چاپه وهلې ده

0
169

باغی ټی وی رپورټ

دسرچينو له مخې پوليسو په ګجرات کې دپنجاب دپخواني وزيراعلي چوهدري پروېز الهي په کور کنجه هاوس چاپه وهلې او پوليس افسران يې دکور په ديوالونو ټوپونه وهلي.

سرچينه زياتوي، چې پوليسو د استوګنې ټولې کوټې تلاشي کړې او له کارکوونکو يې پوښتنې ګروېږنې وکړې، د پرويز الهي په اړه يې هم پوښتنې کولې، د پنجاب پخوانى وزيراعلي په کور کې نه و موندل شوى، خو څه موده وروسته چارواکي بېرته لاړل.

سرچينه زياتوي، چې له کنج هاوس څخه نيول شوي درې کارکوونکي تر پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشي شوي دي.

د دې نه علاوه پوليسو په ګجرات کښې د چوهدري وجاهت حسين په کور هم چاپه وهلې ده.

بل خوا د چوهدري پروېز الهي زوی مونس الهي هم په سوشل ميډيا يو بيان جاري کړی او ويلي يې دي چې پوليسو يو ځل بيا چاپه وهلې ده، پوليس د چوهدري پروېز الهي د کور بهر موجود دی.
هغه وويل، پوليس د پلټنې وارنټ نه لري.

له بلې خوا د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پولیس وايي، چې د کنجاه ماڼۍ په برید کې دوی لاس نه لري، دا د پولیسو کړنه ده.

Leave a reply