د هرات د بایسکل ځغلوني فدراسیون له لوري د کندهار دوه تنه بایسکل چلوونکي ستایل شوي.
د هرات د بایسکل ځغلوني فدراسیون له لوري د کندهار دوه تنه بایسکل چلوونکي ستایل شوي.
1 مئي دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د هرات ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت د بایسکل ځغلوني فدراسیون له لوري د کندهار دوه تنه بایسکل چلوونکي ستایل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې علی اصغر او محمد موسی د کندهار د بایسکل ځغلوني د فدراسیون هغه دوه تنه لوبغاړی دي چي له کندهاره تر هراته یي په درو ورځو کي پر بایسکل ۵۶۰ کیلو متره سفر وکړ، چي په همدې موخه د هرات د بایسکل ځغلوني د فدراسیون له لوري یادو لوبغاړو ته ښه راغلاست وویل شو او وستایل شول.
اړوند موضوعات
د المپیک نړیوالې کمېټې له لوري افغان لوبغاړو سره د شوې مرستې وېش پيل شو
د هرات د بایسکل ځغلوني فدراسیون مسئولین وایي چي راتلونکي کې به د هرات او کندهار د فدراسیونونو تر منځ اړیکي او همکاري لا ډیره کړي.