د المپیک نړیوالې کمېټې له لوري افغان لوبغاړو سره د شوې مرستې وېش پيل شو

سرچینه وايي چې د ملي ټیمونو هر غړي ته به شاوخوا ۲۶۵ امریکايي ډالر په نغدي توګه ورکول کېږي. د المپیک نړیوالې کمېټې څه موده وړاندې د افغان سپورت کوونکو د ملي ټیمونو له غړو سره نغدي مرسته وکړه او وایي هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې د افغان سپورت کوونکو لاسنیوی وکړي.
(2022 / 2 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د المپیک ملي کمېټې له لوري په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې دغه مرسته ټولټال شاوخوا ۵۶۰ زره امریکايي ډالره ده چې نن یې په کابل کې پر لوبغاړو د وېش لړۍ پيل شوې ده.
سرچینه وايي چې د ملي ټیمونو هر غړي ته به شاوخوا ۲۶۵ امریکايي ډالر په نغدي توګه ورکول کېږي. د المپیک نړیوالې کمېټې څه موده وړاندې د افغان سپورت کوونکو د ملي ټیمونو له غړو سره نغدي مرسته وکړه او وایي هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې د افغان سپورت کوونکو لاسنیوی وکړي.
سپورت کوونکي د مرستو هرکلی کوي، خو سره له دې هم دا مرستې کافي نه بولي.