جاپان لۀ افغانستان سره د ۱۹۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

جاپان لۀ افغانستان سره د ۱۹۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ
د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا د جي شل ډلې په سرمشریزه کې چې په انلاین ډول جوړه شوې وه د افغانستان سره د ۱۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د بشري مرستو اعلان وکړ.
هغه وویل چې دا مرستې به د مرستندویه ټولنو په واسطه د افغانستان خلکو ته ورسوي. ددې مرستو نه موخه د افغانستان د خلکو سره چې چې د جدي بحران سره لاس او ګریوان دي مرسته کول دي.
(2021 / 10 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
جاپان د افغانستان سره د ۱۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې کوي.
جاپان اعلان وکړ چې د افغانستان سره به د ۱۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې وکړي.
د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا د جي شل ډلې په سرمشریزه کې چې په انلاین ډول جوړه شوې وه د افغانستان سره د ۱۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د بشري مرستو اعلان وکړ.
هغه وویل چې دا مرستې به د مرستندویه ټولنو په واسطه د افغانستان خلکو ته ورسوي. ددې مرستو نه موخه د افغانستان د خلکو سره چې چې د جدي بحران سره لاس او ګریوان دي مرسته کول دي.
هغه د تیرې جمعې پر ورځ د افغانستان د کندوز په ولایت کې پر جومات خونړی برید په کلکو ټکو وغنده او وویل چې جاپان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه چې د ټولې نړۍ ګډه ستونزه ده هر ډول مرستې او همکارۍ چمتو دی.
هغه د دې خبرې په ټینګار وویل چې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د هر اړخیز او ټولشموله حکومت د جوړولو په صورت کې به ددې هیواد د بیارغونې په خاطر مرستې راماتې شي.
د یادونې وړ ده چې جاپان تر اوسه د ا.ا.ا د پر رسمیت پېژندلو پۀ اړه څۀ ندي ویلي او خپل رسمي دریځ ئې ندی روښانه کړی.






